د افغانستان د مېرمنو لپاره د تاریخي ولسي محکمې قاضيان اعلان شول
مادريد، هسپانیه – ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵— د افغانستان د میرمنو لپاره ولسي محکمې، چې د دایمي ولسي محکمې (PPT) تر چتر لاندې رامنځته شوې، د قاضیانو د پلاوي ټاکنه پای ته رسولې، او د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر مياشتې څخه به په مادرید کې خپلې اورېدنې پيلوي
محکمه به د څارنوالانو بیان، د ژوندي پاتې افغان میرمنو له شهادتونو او د کارپوهانو له شواهدو سره یوځای واوري، چې د طالبانو د جنست له مخې د ځورونې سیسټم وڅيړي او د بين المللي قانون له مخې یې وارزوي
د افغان مدني ټولنې د سازمانونو — رواداري، AHRDO (د افغانستان د بشر حقونو او ډیموکراسۍ سازمان)، DROPS (د پالیسيو د څېړنو او پراختیايي مطالعاتو سازمان)، او HRD + (د بشر حقونو مدافعین پلس) — په مشرۍ دا نوښت د سرغړونو ثبتولو، د ژوندي پاتې کسانو د غږونو پورته کولو، او حساب ورکولو يا مسئول ګرځولو لپاره یو بنسټي پلیټ فارم چمتو کوي
د قاضيانو پلاوی د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه نوموتي فقيهان، عالمان او مدافعین راټولوي. په دوی کې د اساسي قانون وکیلان، د بين المللي قانون استادان، د بشر حقونو کارپوهان، ديني عالمان او ژورنالستان شامل دي، چې جنسیتي عدالت ته په وده ورکولو، د بشر حقونو دفاع، او د شخړو او روان ظلم و جبر له امله د غلي کړای شویو کسانو د غږ پورته کولو لپاره يې ځانونه وقف کړي دي. د دوی ګډه کارپوهنه او تخصص انتقالي عدالت، بين المللي جنایي قانون، د اقلیتونو حقونه، د مطبوعاتو آزادي، او په ملي او نړیواله کچه د ښځو حقونه تر پوښښ لاندې راولي
تایید شوي قاضیان دا دي:
ارسلي (ارانچا) ګارسیا ډیل سوټو (هسپانیه) – ارواپوهه او د بشر حقونو کارپوهه، چې له ارواپوهنيزې او ټروما پوهنيزې لارې څخه ګټه اخلي
ایليسنډا کالیویټ مارټینز (هسپانیه) – د نړیوال قانون پوهه، چې د انتقالي عدالت او نسل وژنې په مطالعاتو کې تخصص لري
ایمیلیو رامیرز ماتوس (هسپانیه) – مدافع وکيل او عالم، چې په مدني قانون، د ميراث قانون او په بشر حقونو کې تخصص لري
غزال حارس (افغانستان) – د اساسي قانون وکیله او د افغانستان پخوانۍ د عامه څارنې افسره
مای السداني (مصر/متحده ایالات) – د بشر حقونو وکیله او د منځني ختیځ د پالیسۍ لپاره د تحریر انسټیټیوټ اجرایوي رئیسه
مارینا فورټي (ایټالیا) – ژورنالیسته او لیکواله چې پر چاپیریال، حقونو او نړیوالو چارو تمرکز کوي
راشده منجوو (سویلي افریقا) – د کیپ ټاون پوهنتون د قانون متقاعده استاده؛ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اړوند د ملګرو ملتونو پخوانۍ ځانګړې رپوټ ورکوونکې
کلپانا شرما (هندوستان) – ژورنالیسته او لیکواله چې د جنسیت، پراختيا او د رسنيو اړوند د مسئول ګرځولو په برخو کې د خپل کار له امله پېژندل شوې ده
پر قاضیانو سربیره، د افغان څارنوالانو یو ټیم به تور وړاندې کړي، چې د نړیوال قانون پر بنسټ به د جنست له مخې د ځورونې قانوني تحلیل رامنځته کړي
د اوریدنې په پای کې به قاضیان د وړاندې شويو شواهدو په نظر کې نيولو سره یو لومړنی حکم صادر کړي. محکمه تاییدوي چې د افغان میرمنو شهادتونه باید په تړلو دروازو کې پاتې نشي او باید په نړیواله کچه مطرح شي— څو د حذفولو پر وړاندې مقاومت او د عدالت غوښتنه وکړي، او پيوستون رامنځته کړي
د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ اړیکه ونیسئ
د غوښتنليک سپارونکو سازمانونو اړيک
د ټلیفون شمیره: 0032496989296
ppt@permanentpeoplestribunal.org
